د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشې په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د پاکستان د بهرنيو چارو وزيز خواجه اصف او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاروف سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي له خواجه اصف سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې چين غواړي له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلی کړي او ور سره د نظريو لا نژدې ستراتيژيکې تبادلې دې وکړي او د ګډو ګټو پربنسټ لاهراړخيزه همکاري ور سره وکړي تر څو د چين او پاکستان ترمنځ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نوي پړاو ته ورسيږي . چين به په دوامداره توګه د حاکميت ساتلو ،د دولتي پرمختګ او د ښې بهرنۍ فضا د برابرولو په برخه کې د پاکستان له کوششونو څخه ټينګ ملاتړ وکړي.
اصف وويل چې پاکستان د چيني او هندي مشرانو ترمنځ د غير رسمي ملاقات هر کلی کوي او باور لري چې دغه ملاقات به د سيمه ييزې سولې د ساتلو او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره مثبت رول ولوبوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |