د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د اپرېل په ۲۳ مه نېټه وويل چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به د پاکستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره بنسټ کښېږدي او سيمه ييز متقابل تګ راتګ به لا پياوړی کړي.
عباسي په همدې ورځ د پاکستان په جنوبي کراچي ښار کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په سرمشريزه غونډه کې وويل، چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې پروګرامونه د پاکستان د کرنو او پروژو تکنالوژۍ د پرمختګ په اړه به مرسته وکړی او د دې هېواد د فقر ستونزه به حل کړي.
د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز تر چوکاټ لاندې شاوخوا ۲۰ پروګرامونه د جوړېدو يا بشپړېدو په حال کې دي. ياد دهليز ګټې يې مالومې کړي دي. د دهليز د جوړولو له امله په وروستيو کلونو کې د پاکستان اقتصادي وده خورا زياته شوې ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |