د سوله ييز سورڼي- ۲۰۱۸ تر عنوان لاندې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پوځي موسيقۍ فېستيوال د اپريل په ۲۴مه نېټه د بېجينګ د جو يونګ ګوان په نوم د لوی ديوال د بې ګوان په ډګر کې پرانيستل شو.
د چين د ازادي بخښونکې اردو د پوځي موسيقۍ ډله او د پاکستان، قرغزستان، روسيې، تاجکستان، ازبکستان، هند، بلاروس د اتو هېوادونو د پوځي موسيقۍ ډلې په دغه فستيوال کې برخه لري. دغو اتو ډلو د دې فستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې د خپل هېواد ځانګړتيا لرونکې موسيقې وغږولې او په ګډه يې د سوله ييز سورڼي په نوم نغمه هم وغږوله چې د سيمې او نړۍ د سولې د ساتلو لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو کلکه اراده يې څرګنده کړه.
ياد فېستيوال په ۲۰۱۴ کال کې پيل شو او د شانګهای د همکارۍ سازمان يو دروند کلتوري فعاليت او د دې سازمان د غړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د دوستۍ پل ګرځېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |