د پاکستان خبري رسنيو د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه خبر ور کړ چې د همدې ورځې په شپه د دې هېواد په شمال لويديځ خيبرپښتونخوا ايالت د سکرو په کان کې د ګازو چاودنې له امله لږ تر لږه اته تنه کان کيندونکي وژل شوي او درې تنه نور ورک شوي دي.
د خبر له مخې دغه چاودنه د دې ايالت په دره ادم خيل کې وشوه او د دې پېښې له امله څو تنه کان کيندونکي په خاورو کې بند پاتې دي. تر هغه وروسته ځايي ژغورونکو د ژغورنې کارونه پيل کړي او تر اوسه يې اته جسدونه له خاورو څخه راايستلي دي او د دريو تنو ورک شويو کان کيندونکو د پيدا کولو لپاره هڅه کوي(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |