CRI Online

په پاکستان کې د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه پنځه تنه پوليس وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-25 10:32:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه وويل چې درو ځانمرګو بريدګرو د همدې ورځې په مازديګر د دې هېواد د بلوچستان په مرکزي ښار کوېټه کې پر پوليسو او امنيت ساتوونکو بريدونه وکړل چې له امله يې لږ تر لږه پنځه تنه پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان د دريو ځواکونو مطبوعاتي ادارې د همدې ورځې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې يو بريدګر د همدې ورځې په شپه د دې ښار د پوليسو پر موټر وروخوت او ځان پورې تړلي بمونه يې وچول چې له امله يې پنځه تنه پوليس ځای پر ځای ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول. تر اوسه کومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای