د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د چين د صنايعو او معلوماتي کېدو عمومي انجنير او مطبوعاتی وياند چن اين په بېجينګ کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين به د کليدي تخنيکونو د چټګ پرمختګ لپاره هڅې وکړي او له نورو هېوادونو سره به اړوندې همکارۍ پياوړې کړي.
چن اين وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د زياتو بازاري اړتياوو پر وړاندې په چين کې د مجتمع مدار د څېړنې او توليد چارو پرمختګ چټکتيا موندلې او عمومي ځواک يې په څرګنده توګه پياوړی شوی او پيمانه يې زياته شوې ده.خو هغه دا هم وويل چې چين د چيپ ډيزان،د توليدي توان او د متخصصينو په برخو کې د پرمختللو هېوادونوپه پرتله وروسته پاتې دی او بايد په دغو برخو کې چټک پرمختګ وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |