CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان ته د نويو غړيو په راتګ د ملي دفاع وزيرانو لومړې غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-25 16:23:35

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو د ملي دفاع وزيرانو پنځلسمه غونډه د اپريل په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او دا د نويو غړيو په شتون کې چې تير کال يې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړ، د ملي دفاع وزيرانو لومړۍ غونډه وه. د چين د ملي دفاع وزير وې فنګ هه په خپله وينا کې وويل چې د دغه سازمان غړي به د مشرتابه تګ راتګ، ګډ پوځي تمرينونه، نظامي کولتور، د ښوونې او روزنې په شمول برخو کې واقعي همکارۍ پياوړې کړي په تيره بيا د ترهګرۍ ضد جګړو کې اتحاد وساتي او په ګډه د نړۍ او سيمې سوله او ارامتيا وساتي. برسيره پر دې په همدې ورځ د سولې سورڼي په نامه د عسکري موسيقۍ پنځم فيستيوال د جوي يونګ ګوان لوي ديوال کې پرانيستل شو.

د چين د ملي دفاع وزير وې فنګ هه په خپله وينا کې وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د امنيت ساتلو په ساحه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو تر منځ همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري، يو لړ مهمې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې،د زياتې همکارۍ هڅونه يې کړې او د نړيوالې او سيمه يزې سولې او ثبات د ساتلو په چارو کې يې د دغه سازمان د رول لارښوونه کړې ده. وې فنګ هه وويل(اواز)

د دغې غونډې سرليک د برخليک د ګډې ټولنې جوړول اود نوښت او همکارۍ له لارې د پرمختګ هڅول دي. موږ بايد په جدې توګه د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې عملي کړو او په پر له پسې ډول د دفاع او د امنيت ساتلو په چارو کې همکارۍ پياوړې کړو.

وې فنګ هه وويل موږ بايد د دفاع او د امنيت ساتلو په ساحه کې يو له بل سره په مساواتو کې د ښه چلند کولو، مرسته کولو، په ګډه د امنيت ساتلو او د خطرونو ليرې کولو له مخې د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو پر نظريې ټينګار وکړو او په ګډه دې د ابادولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د امنيت راوستلو جوړولو لپاره کوښښ وکړو. هغه وويل (اواز)

موږ په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د نويو غړيو تر منلو وروسته د ملي دفاع وزيرانو لومړې غونډه تر سره کوو او په ګډه د نړيوالې او سيمه ايزې سولې د ساتلو په هکله سلامشورې کوو چې له دې نه څرګنديږي چې د بېلا بېلو هېوادونو مشران په دغه سازمان کې د دفاع او د امنيت ساتلو چارو ته په درنه سترګه ګوري او د شاګهای روحيې پيژني. دا به نړۍ ته د شانګهای همکارۍ سازمان کې د اتحاد او همکارۍ ښه تمايل وښيي.

د بېلا بېلو هېوادنو د دفاع وزيرانو په ۲۰۱۷ کال کې د ملي دفاع وزيرانو له غونډې راهيسې په دغه سازمان کې د همکارۍ لاسته راوړنې راغونډې کړی، د نړيوالو او سيمه ايزو امنيتي حالاتو، په دغه سازمان کې د دفاع اود امنيت ساتلو په باره کې يې د همکارۍ پياوړتيا په هکله پوښتنو ته ځوابرونه ورکړل او پر دې يې ټينګار کړی چې د دغه سازمان د غړيو د ملي دفاع څانګې او پوځونه بايد خپلمنځي همکارۍ ټينګې کړي او په ګډه له اوسنيو ننګونو او ګواښونو سره مقابله وکړي.

په همدې ورځ د سولې سورڼي په نامه د عسکري موسيقۍ پنځم فېستيوال د جوي يونګ ګوان لوي ديوال کې پرانيستل شو چې د چين، روسيې، قرغيزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او بلاروس د عسکري موسيقۍ ارکيستراوو په وار سره نندارچيانو ته ښکلې نغمې وغږولې. د اتو هېوادونو د عسکري موسيقۍ ارکيستراوو نه يوازې د خپل هېواد ځانګړتيا لرونکې موسيقۍ وغږولې، بلکې په ګډه يې د سولې سورڼې هم وغږاوه چې له دې څخه په دغه سازمان کې په ګډه د سيمه ايزې سولې او نړيوالې سولې د ساتلو ټينګ هوډ څرګنديږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای