د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۲۵ مه نېټه په بېجينګ کې د قرغېزستان له بهرنيو چارو وزير ايرلان عبديلدايف سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين تل د قرغېزستان پرمختيايي لارې ته کوم چې له خپل ملي وضعيت سره سم يې غوره کړې، درناوی کوي او په ټينګه سره د قرغېزستان له نوی حکومت څخه په هغه برخه کې ملاتړ کوي چې د خپلو ولسونو په مشرۍ د هېواد پرمختګ او ابادي چټکوي. چين غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له قرغېزستان سره د خپلو پرمختيايي ستراتېژيو ترمنځ پېوند تقويه کړي، په بېلابېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي او د خپلمنځي اړيکو نوې وده وهڅوي. چين له قرغېزستان څخه ملاتړ کوي چې په چينګ داو کې د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمشريزې غونډې وروسته د دغه سازمان د رئيسه هېواد په توګه دنده پر غاړه واخلي او د ۲۰۱۹ کال د سرمشريزې غونډې د جوړولو لپاره به ورسره همکاري وکړي.
عبديلدايف په خپلو خبرو کې وويل، چې قرغېزستان به له چين سره په بشپړه توګه همکاري وکړي او په چينګ داو کې به د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې غونډې برياليتوب تأمين کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |