CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د نيوکې ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-04-25 20:30:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، وروسته له هغه چې امريکا پر چين نيوکه کړې چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د قواعدو اطاعت نه کوي، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لو کانګ د اپريل په ۲۵ مه نېټه پدې هکله ځواب ورکړ چې ايا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړي د دې سازمان د قواعدو اطاعت کوي که نه، هر غړی په دې هکله په يو اړخيزه توګه قضاوت نه شي کولی.

په هانکانګ کې د امريکا عمومي ګونسل وويل، چې چين د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د قواعدو تابع نه دی او د امريکا ګټو ته يې زيانونه اړولي دي. لو کانګ په ۲۵ مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې په دې هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ور کړ او ويې ويل، دا ډېره ښه ده چې امريکا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د قواعدو د مراعات کولو غوښتنه کوي. په تازه ورځو کې په جنيوا کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له روانو بحثونو څخه دا څرګنديږي چې د دغه سازمان اکثريت غړي خورا هيله لري چې امريکا د دې سازمان د قواعدو مراعات وکړي او د دې سازمان په محور څو اړخيز سوداګريز سيستم وساتي. امريکا وايي چين د قواعدو تابع نه دی،ايا کولی شي چې پدې هکله مفصل شواهد وښيي؟ هغه قضاوت چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړي د دې سازمان د قواعدو مراعات کوي که نه ، هم بايد د دې سازمان په چوکاټ کې ترسره شي، نه دا چې د هر يو غړي لخوا په يو اړخيزه توګه تائيد شي.

همدارنګه لوکانګ زياته کړه چې چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له شاملېدو راهيسې په جدي توګه خپلې دندې ترسره کوي او د دې سازمان قواعد مراعات کوي،چين تل په څو اړخيز سوداګريز سيستم کې فعال برخوال، ورڅخه ټينګ ملاتړ کوونکی او مهم خدمت کوونکی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای