CRI Online

ګوه شنګ کون په روسيه کې د نهمې دورې د امنيتي چارو د لوړپوړيو استازو په نړيواله غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-04-25 20:32:24

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د سياسي او قانوني چارو کمېټې منشي ګو شنګ کون د اپريل په ۲۵ مه نېټه په روسيه کې د نهمې دورې د امنيتي چارو د لوړپوړيو استازو په نړيواله غونډه کې ګډون او يوه وينا وکړه. د ۱۱۹ هېوادونو استازو په دغه غونډه کې ګډون لري.

ګو شنګ کون په خپله وينا کې وويل، چې د تېر کال په اکتوبر کې د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکوره د چين د کمونېست ګوند د اوږد مهالې لارښوونکې مفکورې په توګه وټاکل شوه او د چين د راتلونکي پرمختګ عمومي کړنلاره او عملياتي اساسنامه جوړه شوه. د نويو نړيوالو اړيکو د ټينګولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه د رئيس شي جين پينګ وړانديز بېلابېلو غاړو ته په نوې زمانه کې د نړيوالوامنيتي ګواښونو او ننګونو د لېرې کولو او د نړيوال امنيت د ادارې سيستم د بشپړولو لپاره يوه مهمه لاره په ګوته کړې ده.

ګوه شنګ کون وويل، چې موږ دې په متقابل درناوي او مساواتو ټينګار وکړو او د نويو نړيوالو اړيکو د ټينګولو لپاره دې هڅې وکړو. په سلامشورو دې ټينګار وکړو او په ښه توګه دې توپيرونه حل کړو، د نړيوال امنيت د ادارې لپاره دې هغه لاره غوره کړو چې پکې په ګډه سره مسئوليت پرغاړه واخلو او د ستونزو د هوارولو لپاره دې ګډ کوښښونه وکړو. عامه امنيت دې په ګډه سره خوندي وساتو او شريک کړو . پر جامعيت، له يو بل نه په زده کړه او متقابلې ګټورې همکارۍ دې ټينګار وکړو او د مختلفو تمدونونو ترمنځ همغږي دې پياوړې کړو. چين به په پرله پسې توګه نړۍ ته خپله دروازه خلاصه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای