CRI Online

د شي ځانګ په لا سا ښار کې د ټولنيز ضمانت سيستم د ۵۲ زرو زړو کسانو لپاره د ژوند ضمانت برابروي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 10:17:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۲۶مه نېټه د چين د شي ځانګ خپلواکې سيمې د مرکز لا سا ښار په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکول شو چې په دې ښار کې د هغو زړو کسانو شمېر چې عمر يې له ۶۰ نه زيات دی، ۵۲۰۵۵ ته رسېدلی او د ثبت شويو نفوسو په سلو کې ۱۰ اعشاريه اته سلنه نيسي. د زړو کسانو د ژوند ضمانت لپاره په دې ښار کې د بنسټيزې مستمري، بنسټيز طب، د ژوند ټيټ ضمانت او طبي مرستو په شمول ټولنيز ضمانت سيسټم جوړ شوی دی.

سږ کال کې به لا سا ښار له زړو کسانو سره مرستندويه معيار لوړ کړي چې له ۷۰ کالو څخه تر ۷۹ کالو پورې زړو کسانو سره کلنۍ مرسته به هر تن ته ۶۰۰ يوانه وي، له ۸۰ کالو څخه تر ۸۹ کالو پورې زړو کسانو سره مرسته له ۴۵۰ يوانو څخه ۱۲۰۰ يوانو ته لوړه شي، له ۹۰ کالو څخه تر ۹۹ کالو پورې زړو کسانو لپاره دغه شمېر به ۲۴۰۰ يوانو ته او له سل کالو زيات عمر لرونکو زړو کسانو لپاره به دغه شمېر ۳۶۰۰ يوانو ته لوړ شي.

د مالوماتو له مخې، د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې په لا سا ښار کې له سل کالو زيات عمر لرونکو شمېر ۲۴ و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای