CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ: د يانګځه سيند په اقتصادي سيمه کې بايد په ثابته توګه پرمختګ وموندل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 10:53:15

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۵مه نېټه د بيړۍ په وسيله له يانګځه سيند څخه ليدنه کتنه وکړه او د يانګځه سيند په غاړه د ايکلوژيکي چاپيريال او د پرمختګ حالات يې وکتل، پر يانځه سيند باندې د بيړيو په وسيله د ليږد راليږد او د بيړيو د روانيدو لارو د ادارې، د سيند د حالت د کنټرولولو او د سيند غاړو د ساتلو، د غير قانوني بندرونو د ادارې حالتونو په هکله مالومات يې واوريدل. رئيس شي جين پينګ وويل چې د يانځه سيند په سيمه کې پرمختګ ډېر مهم دی او بايد په ثابته توګه روان شي. رئيس شي دې ته اشاره وکړه چې د يانګځه سيند اقتصادي سيمه په يوولسو ولايتونو پوري اړه لري او بايد په هراړخيزه توګه له نورو اړوندو خواوو سره همغږۍ او همکارۍ وکړي او ګام په ګام په ثابته توګه پرمختګ ومومي.

په همدې ورځ له غرمې وروسته رئيس شي جين پينګ د هو نان ولايت په يوي يانګ ښار کې د جون شان هوا لونګ له بندر څخه ليدنه کتنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د يانګځه سيند د ساتلو او ترميمولو کارونه دې تر سره شي.

ژباړونکې:ډيوه


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای