CRI Online

د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان پلټونکي هيئت يو ځل بيا د سوريې په دوما کې د کيمياوي وسلو د بريد په اړه نمونې واخيستلې.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 10:56:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د اپريل په ۲۵ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه سازمان پلټونکي هيئت په همدې ورځ د سوريې دوما علاقه دارۍ ته رسېدلی او د کيمياوي وسلو د بريد په پلټنې يې پيل کړی دی.

په دې اعلاميې کې راغلي چې د دغه سازمان پلټونکي هيئت د راونې مياشتې په ۲۱ مه نېټه دوما ته ننوتلی او په ۲۵ مه نېټه يې يو ځل بيا د دوما بل ځای ته تللی. دا نمونې چې له دغه ځای څخه يې واخيستلې د هالنډ په ريجسويجک کې د دغه سازمان د تجربې په مرکز کې وڅيړل شي. د م م امنيت کارکوونکي، د سوريې حکومت او د روسيې پوځي پوليس د دغه پلټونکي هيئت په دوما کې د امنيت د ساتلو لپاره ګومارل شوي.

په دې اعلاميې کې دا هم راغلي چې د دغه پلټونکي هيئت د سوريې په پلازمنيه دمشق کې له اړوندو کسانو سره وکتل. دغه پلټونکي هيئت به د تر لاسه شويو معلوماتو او سندونو پر بنسټ د دې بريد په اړه خپلواکې او عدلي څېړنې تر سره کړی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای