CRI Online

نړيوالې ټولنې له سياسي لارې د سوريې مسئلې حل وفصل غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 11:06:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د وزيرانو په کچه د سوريې مسئلې په هکله د دويمې دورې د بروکسيل نړيواله غونډه د اپريل په ۲۵مه نېټه تر سره شوه. په غونډه کې برخوالو استازو له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې بيا سوله ايزې خبرې اترې تر سره کړي او له سياسي لارې د سوريې بحران حل کړي او هيله لري چې نړيواله ټولنه سوريې او د ګاونډيو سيمو ته بشري مرستې برابرې کړي.

دغه غونډه د اروپايي ټولنې او م م لخوا په ګډه جوړه شوه چې د روسيې، ايران او ترکيې په شمول د ۸۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په غونډه کې ګډون وکړ، خو د سوريې حکومت ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د سوريې مسئلې په هکله د چين د حکومت ځانګړي استازي شي شياو يان په غونډه کې برخمن و. هغه وويل د سوريې بحران اتم کال ته داخل شوی او د تاريخ يادونې په وخت کې مو پيدا کړی چې له پوځي لارې د سوريې مسئلې حلول هيڅ امکان نه لري، له سياسي لارې د دغې مسئلې حلول يوازينۍ واقعي ټاکنه ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای