د لبنان ولسمشر جوسيف اون د اپريل په ۲۵مه نېټه له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په فعاله توګه د لبنان په پارلماني ټاکنو په راييي ورکونې بهير کې دې برخه واخلي.
نوموړي په همدې ورځ د ټلويزيوني وينا په ترڅ کې وويل د رايې ورکونو په وسيله ټاکنې د خلکو حقوق او دندې دې او له هغو ځوانانو نه يي غوښتنه وکړه چې په فعاله توګه رايګرۍ کې ګډون وکړي چې د لومړي ځل لپاره د رايی ورکولو حق يې خپل کړی دی.
د پلان له مخې په لبنان کې د نوې دورې د پارلمان ټاکنې به د مې په ۶مه نېټه تر سره شي او دا به په لبنان کې د نهو کلونو راهيسي لومړۍپارلماني ټاکنې وي او لومړی ځل به په بهر کېلبنانيانوته اجازه ورکړي شي چې په رايې ورکونې کې برخه واخلي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |