د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا په دايمي غونډه کې چې د اپريل په پنځه ويشتمه نېټه تر سره شوه، وړانديز شوی چې په بانکونو کې د شاملو پولي خدمتونو په باره کې به د نظارت او ادارې لارې طرحه شي.
اوسمهال د کوچنيو تصديو په وړاندې د شاملو پولي خدمتونو په باره کې حکومت زياتې تګلارې غوره کړې دي. اوس په لويو او منځنيو سوداګريزو بانکونو کې د شمولونکي پولي څانګې ځای پر ځای شوی او د مسلکي سوداګرۍ ميکانيزم په بنسټيزه توګه جوړ شوی چې د تېر کال تر پايه پوري تصديو ته د څه دپاسه ۳۴۰۰ بيليارډو يوانو په ارزښت کريدت ورکړل شوی دی.
په غونډه کې وړانديز شوی چې بايد تصديق شوې تګلارې عملي شي او تصدۍ به احساس کړي چې د پانګو راغونډولو بيې کمې شوې. د شاملو پولي خدمتونو د ضمانت سيستم د بشپړولو کارونه بايد ژر تر سره شي، د باوري مالوماتو سيستم ابادۍ دې پياوړې شي، په بانکونو کې دې د شاملو کريدت پلانونو ملاتړ شي، د دغو چارو د هڅونې لپاره پيسي دې ترتيب شي او د دندو پوره کولو لارې دې مشخصې شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |