CRI Online

د سولې ساتلو او ابادۍ په هکله د م م د عمومي اسامبلې لوړ پوړې غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 11:54:30

د سولې ساتلو او بادۍ په هکله د م م د عمومي اسامبلې دوه ورځنۍ لوړ پوړې غونډه د روانې مياشتې له ۲۴مې نيټې څخه تر ۲۵مې نيټې پورې په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شوه.په دې غونډه کې برخه والو د کشالو مخنيوی او منځکړيتوب ، ډيالوګ او ديپلوماتيکو کوششونو ته پاملرنه وکړه.

په دې غونډه کې د م م د ځينو غړو هېوادونو دولتي او حکومتي مشران او د ملکي ډلو او شخصي څانګو استازي راغونډ شوي او د نړيوالې سولې ساتلو او ابادۍ په شمول د يو لړ مسئلو په باب يې بحث وکړ کوم چې څنګه د کشالو اصلي مسئله حل، د سولې ساتلو لپاره د م م توان لوړ ، د سولې ابادۍ لپاره د م م له اړوندو فعاليتونو سره مرستې زياتې شي ،له مهمو همکارانو سره اړيکې لا ټينګې او د کشالو د مخنيوي او د سولې ابادۍ په کارونو کې د ښځو او ځوانانو رول پياوړی شي.

د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په پرانيستونکو مراسمو کې په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې له وروستيو دېرشو کلونو راهيسې لازيات هېوادونه د زورزياتي پېښو او کشالو له زيانونو سره مخامخ شوي دي.هيله من دی چې نړيواله ټولنه همغږي عمليات تر سره کړي او د سولې ساتلو لپاره له اړوندو هېوادونو سره مرستې وکړي.ګوتريس وويل چې دوه کاله دمخه عمومي اسامبلې او د امنيت شورا د دوو پرېکړه ليکونو په تصويبولو سره ژمنه وکړه چې د کشالو په بېلا بېلو پړاونو او برخو کې سوله وساتي .هغه هيله وښودله چې دغه غونډه د اړوندو پرېکړه ليکونو د پلي کولو لپاره لا نور قوي خوځنده ځواک برابرولی شي.هغه دې ته اشاره وکړه (اواز...........) د نړيوالو ننګونو د پيمانې او طبيعت له غوښتنې سره سم له ګټې سره تړاو لرونکې خواوې چې پکې د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه، م م ، بېلا بېل نړيوال او سيمه ييز سازمانونه، نړيوال پولي صندوق او د ښځو،ځوانانو او لږه کيو ډلو په شمول ولسي سازمانونه شامل دي، بايد يو له بل سره نژدې ستراتيژيکې او همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.بېلا بېلې خواوې بايد د باور روحيې د خپرولو له لارې په لازياتو برخو کې سره همکاري وکړي او پردې ټينګار وکړي تر څو د کشالو د مخنيوي او حل وفصل او د سولې ساتلو توان د پياوړتيا په برخو کې پرمختګ ومومي او په نړۍ کې دايمي سوله رامنځته شي.

د ۷۲مې دورې عمومي اسامبلې رئيس ميروسلاف لاجکاک د دغې غونډې مشري وکړه او ويې ويل چې م م د دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره نوې مفکورې ته اړتيا لري چې بايد نه يوازې له کشالې سره د تړاو لرونکو هېوادونو ريښتينې اړتياوې پوره کړي بلکې د دې لپاره لازياتې هڅې هم وکړي چې په دې جمله کې د کشالو مخنيوی مهم ټکی ګڼل کيږي.هغه وويل(اواز..........)مونږ بايد د کشالو مخنيوي ته لومړيتوب ور کړو چې دا لازيات منځګړيتوب او ديپلوماتيکو کوششونو ته اړتيا لري.مونږ د ځايي حکومتونو، دولتونو، سيمو او نړۍ له لحاظه د کشالو د مخنيوي لپاره د هڅو پياوړتيا ته هم اړتيا لرو او بايد د کشالو د ريښې مسئلو حل وفصل ته پاملرنه وکړو.

د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په م م کې د چين استازي لوی سفير ما جاو شيو د چين د دولتي شورا د غړي او د بهرنيو چارو د وزير وانګ ايي په استازيتوب په دې غونډه کې وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه چې له وروستيو څو کلونو راهيسې م م د سوله ييز سيستم د ابادۍ له لارې تر کشالو وروسته د اړوندو هېوادونو له ابادۍ څخه ملاتړ کړی او د دغو هېوادونو د سوله ييزو لاسته راوړنو د ساتلو او د دواملرونکي پرمختګ د رامنځته کېدو لپاره يې رول لوبولی دی.دغه راز هغه وويل چې چين غواړي د نړيوالې سولې، پرمختګ او سمسورتيا لپاره له اړوندو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای