CRI Online

چين د چټک اورګاډي پټلۍ د ځيرک کليدي تخنيک عمومي ازموينه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 14:48:43
چين د چټک اورګاډي پټلۍ د ځيرک کليدي تخنيک عمومي ازموينه پيل کړه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د چين د اوسپنيزو لارو عمومي شرکت د بېجينګ او شن يانګ ترمنځ د چټک اورګاډي پټلۍ د لياو نينګ په برخه کې د ځيرک کليدي تخنيک عمومي ازمونه پيل کړه چې د ځيرکې پټلۍ جوړونه وهڅول شي. دغه ازموينه به د سپتمبر تر پايه پورې ختمه شي او اړونده لاسته راوړنه به د بېجينګ او جانګ جيا کو ، د بېجينګ او شيونګ ان ترمنځ د چټک اورګاډي لپاره چې اوس د جوړونې په حال کې دي، تخنيکي ملاتړ برابر کړي.

په دغه عمومي ازموينه کې د برقي برابرونې د ځيرک سيستم او د فو شينګ هاو په نوم په ساعت کې د ۳۵۰ کيلومترو سرعت د چټکو اورګاډيو ګروپ د ازموينې په شمول ۲۷ محتويات شامل دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای