CRI Online

د ايران ولسمشر حسن روحاني د ايران له ذروي تړون څخه د لاس اخيستلو پر نيت نيوکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 14:56:46

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اپريل په ۲۵مه نېټه د يوې وينا په خپرولو سره پر امريکا نيوکه وکړه چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله له هراړخيز تړون څخه د لاس اخيستلو نيت لري او د منځني ختيځ په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي.

د ايران د تسنيم خبري اژانس د خبر له مخې، روحاني په همدې ورځ وويل د امريکا په شمول ځيني لويديځ هېوادونه بايد له ذروي تړون څخه له لاس اخيستلو نه مخکې په تيرو دوو کلونو کې خپل عمل ياد کړي چې څنګه دغه تړون عملي کړي او خپلې ژمنې پوره کړې.

روحاني د منځني ختيځ په کورنيو چارو کې د امريکا د لاس وهنې عمل غندنه وکړه او ويې ويل چې امريکا تل په زور سره د منځني ختيځ په کورنيو چارو کې لاس وهنه کړې او کوي يې او دا نيت لري چې په دغه سيمه کې د نفتو سرچينې او پولي زيمونه ونيسي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای