CRI Online

ما جاو شوی: چين غواړي چې د سولې ابادۍ په کارونو کې د م م د امنيت شورا د وړ رول هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 16:43:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اپريل په ۲۵مه نېټه د م م امنيت شورا د روانې مياشتې نوبتي رئيسه هېواد پيرو د سولې د ابادۍ او د سولې د دوام مسئلې په هکله د لوړې کچې غونډې جوړولو وړانديز وکړ. د پيرو د بهرنيو چارو وزير نيستور پوپوليزيو په نيويارک کې د م م په مقر کې دغه غونډه کې ګډون وکړ.

په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شوی په غونډه کې وويل د سولې سيستم د ابادۍ په هکله د م م صلاحيت د م م د عمومي اسامبلې او امنيت شورا ورکړی دی. چين غواړي چې د سولې په ابادۍ کې د امنيت شورا د وړ رول هڅونه وکړي، په منشور کې ټاکل شوې دندې عملي کړي او د نړيوالې سولې او امنيت ساتنه وکړي.

ما جاو شوی وويل د م م د سولې او امنيت چارو د مرکزي څانګې په توګه امنيت شورا د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لومړۍ دنده لري او د سولې د ابادۍ او د سولې دوام په باره کې د م م د پياوړتيا په باره کې مهم رول لري. هغه وويل لومړی بايد د سيمه ايزو تودو مسئلو د سياسي حل و فصل هڅونه وشي. دويم د م م اړوندې څانګې بايد د سولې ابادۍ په کارونو کې د سولې ساحو ته پاملرنه وکړي. درېيم بايد امنيت شورا د سوله ايزې کميټې د خدمتونو رول ولوبول شي. څلورم بايد د سولې ساتلو فعاليتونو او د سولې ابادۍ کارونو تر منځ د ثابتو اړيکو ساتنه وشي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای