CRI Online

انتونيو ګوتيريس : د ايران ذروي موافقه ليک بايد وساتل او پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 17:04:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي انتونيو ګوتيريس وياند سټيفن دوجاريک د اپرېل په ۲۵ مه نېټه وويل، چې د م م سرمنشي ګوتيريس فکر کوي چې د ايران ذروي موافقه ليک ډېر مهم دی او دغه هوکړه ليک بايد وساتل او پياوړی شي.

دوجاريک وويل، موږ بايد د دې مهمې لاسته راوړنې پر بنسټ د ذروي وسلو د نه خپرېدا ميکانيزم وساتو او دا زموږ د نړيوال امنيت بنسټ دی.

د فرانسې ولسمشر مکرون د راونې مياشتې په ۲۴ مه نېټه په امريکا کې له ټرمپ سره د ايران د ذروي هوکړه ليک په اړه نظريو تبادلې وکړي او دواړه خواوه غواړي په دې اړه يوه نوې موافقه وکړي. مکرون وويل، چي فرانسه غواړي د نوې موافقې په اړه له ايران سره همکاري وکړي، خو پخوانۍ موافقه بايد فسخه نشي بلکې يوه نوې موافقه باندې هوکړه وشي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای