CRI Online

د کوريا جمهوريت :د کوريا جمهوريت او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ خبرې اترې به له کوريا ټاپووزمې نه د اټومي وسلو پر پاکولو او د سولې پر راوستلو وڅرخي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 19:11:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼې چيونګ وا دای د سکتريت رئيس، د کوريا جمهوريت او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د مقدماتي کمېټې مشر ام جونګ سيوک د اپريل په ۲۶ مه نېټه رسنيو ته وويل،چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو اصلي موضوعات به له کوريا ټاپووزمې نه د اټومي وسلو پاکول او د سولې راوستل وي او د ډيموکراتيکې کوريا د اټومي پروګرام په اړه هوکړه کول به د دغو خبرو اترو تر ټولو سخته دنده وي.

نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۱۸ کال د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه د رسنيو په مرکز کې خبري ناسته کې د دغو خبرو اترو عمده اجنډا معرفي کړه او ويې ويل، چې پر ځايي وخت د ۲۷ مې نېټې په نهه نيمو بجو به د ډيموکراتيکې کوريا ستر مشر کيم جوم اون په پانمونجوم کې د دواړو خواوو له پوځي جداوالي کرښې څخه تېر شي او د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جاين سره په لومړي ځل وګوري. له ټاکلي پلان سره سم به دواړه مشران له خبرواترو وروسته اړوند تړون لاسليک او خپور کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای