CRI Online

چين: له بېلابېلو غاړو سره به يوځای د نوي شروع له ټکي نه د شانګهای همکارۍ سازمان نوې وده وهڅوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-26 19:12:29

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ۲۶ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د شانګهای همکارۍ په سازمان کې د هند او پاکستان په شاملېدو سره دغه سازمان يو داسې مجموعي سازمان شوی چې نفوس او پراخوالی يې تر ټولو زيات دی او پټ قوت يې هم ډېر پياوړی دی او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې به لامثبت رول ولوبوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا غونډه د اپريل په ۲۴ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه. هند او پاکستان د غړو هېوادونو په حيث په لومړي ځل په دغه غونډه کې ګډون کړی و. هوا چون ينګ په ۲۶ مه نېټه په دې هکله د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پرمهال وويل، چې د بهرنيو چارو وزيرانو موافقه وکړه چې د شانګهای روحيه به په مداومه توګه پراخه کړي، خپلمنځي يووالی، متقابل اعتماد او همکارۍ به پياوړې کړي، د متقابل درناوي، عدالت او متقابلو ګټورو همکاريو پر بنسټ به نوې نړيوالې اړيکې ټينګې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي.بېلابېلې غاړې به له چين نه ملاتړ وکړي چې د رئيسه هېواد په توګه د چينګ داو سرمشريزې غونډې ته تياری ونيسي،د دغې غونډې برياليتوبونه به تأمين کړي او د نوي شروع له ټکي نه به د دغه سازمان نوې وده وهڅوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای