د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د اپريل په ۲۶ مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د دې خبر پخلی وکړ چې د دونګ فنګ -26 ډول توغندي په رسمي توګه د چين د راکټي ځواکونو د وسلو په لېست کې شامل شوي دي.
وو چيان وويل، د دونګ فنګ -26 ډول توغندي د چين نوی ډول منځنی او د لېرې واټن بالستيک توغندي دي، د پوهې ملکيت پشپړ حق لري او د چين د خپلو څېړنو او ساخت توليد دی چې پکې يو شمېر نوي تخنيکونه کارول شوي دي. دا ډول توغندي د ګړندي اټومي متقابل بريد او هم د منځني او د لېرې واټن کره بريد دندې ترسره کولی شي ،همداراز پر ځمکنيو او سمندري نښو کره بريدونه کولی شي.
نوموړي همدارنګه تکرار کړه چې د خپل ځان د دفاع لپاره د اټومي ستراتېژۍ او تر هر څه لومړی د اټومي وسلو د نه کارولو په اړه د چين اټومي پاليسي پر خپل ځان او نه بدلېدونکې ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |