د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اپريل د ۲۶مې نېټې په مازديګر په وو هان ښار کې د يانګځه سيند په غاړه د اقتصادي کمربند د پرمختګ په اړه د يوې ناستې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د يانګځه سيند په غاړه د اقتصادي کمربند د پرمختګ چټکول د ګوند د مرکزي کمېسيون لخوا ټاکل شوې مهمه تګلاره او د هېواد د ودې په عمومي وضعيت پورې اړه لرونکې ستراتيژي ده. د عمده چارو او مهمو ټکو، د ايکولوژيکي چاپريال د ساتنو او د اقتصادي پرمختګ، د عمومي پلان او دوامدرو کوښښونو، د پخوانيو خوځنده ځواکونو د ليري کولو او د نويو خوځنده ځواکونو د روزلو، او د خپل پرمختګ او همغږي پرمختګ ترمنځ د اړيکو برابري د يانګځه سيند په غاړه د اقتصادي کمربند د ابادۍ کليدي مسئله ده، موږ بايد د پرمختګ پر نوې مفکورې ټينګار وکړو، د ياد اقتصادي کمربند د ابادۍ په ترڅ کې بايد چاپيريال او ايکولوژي وساتو او په لويه پيمانه بايد استعمال نه کړو، او اصلاحات او نوښت دې پياوړی کړو، څو چې د دې اقتصادي کمربند د لوړ کيفيت پرمختګ تر لاسه شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |