د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اپرېل په ۲۶مه نېټه د امريکا سپينې ماڼۍ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون ترمنځ د کتنې انځورونه خپاره کړل.
د امريکا د سنا مجلس په همدې ورځ د ۵۷ موافقو رايو او ۴۲ مخالفو رايو په ورکولو سره تائيد کړ او مايک پومپيو يې د امريکا د بهرنيو چارو د ۷۰مې دورې د وزير په توګه وټاکه.تر څو ساعتونو وروسته د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سندرز خبري رسنيو ته ياد انځورونه خپاره کړي.
د خبر له مخې،له دې مخکې مايک پومپيو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي په توګه له ډيموکراتيکې کوريا څخه ليدنه کړې وه او هغه مهال مايک پومپيو د امريکا د بهرنيو چارو وزير نه و. ټرمپ د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د خپلې انټرنيتي ټولنيزې ويبپاڼې له لارې ياد خبر تائيد کړ.د ده په قول ياده ليدنه سالمه ده او د دواړو خواوو ترمنځ ښې اړيکې ټينګې شوې دي.هغه زياته کړه چې له کيم جونګ اون سره د ده کتنې په اړه تفصيلات د جوړېدلو په حال کې دي. "د ډيموکراتيکې کوريا او نړۍ لپاره د ذروي وسلو پاکول يوه ښه خبره ده."
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |