CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د څو غړو هېوادونو په اند د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضد د اروپايي ټولنې د پلټنې نوې لارې چارې د ياد سازمان له اصولو څخه سرغړونه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 10:55:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضد کميټې د اپرېل په ۲۶مه نېټه په ژنيو کې يوه غير رسمي غونډه تر سره کړه.د سعودي عربستان،چين او روسيې په ګډون د ياد سازمان څو غړو هېوادونو په ياده غونډه کې د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضد د اروپايي ټولنې د پلټنې د نويو لارو چارو د تعديل نامې په اړه انديښنه څرګنده کړې چې د ياد سازمان له اړوندو اصولو څخه سرغړونه ده.

په ياده تعديل نامه کې د اروپايي ټولنې د غير غړو هېوادونو په وړاندې د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضد پلټنه کې د "بازار اړونې" مفکوره او معيار معرفي کېږي، يعنې که په اصلي هېواد کې د بازار اړونې په اړه سخت حالت شتون ولري، اروپايي ټولنه به د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضد د پلټنې په وخت کې د صادراتي هېواد د بيې پرته پر نړيوالې بيه د صادر شويو توليداتو لګښت محاسبه کړي.

د چين په اند نه يوازې د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضدموافقه ليک بلکې د ګمرکي مالياتو او د سوداګرۍ عمومي تړون د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضد د اروپايي ټولنې د پلټنې د نويو لارو چارو لپاره کوم قانوني ملاتړ ندی برابر کړی. چين له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان دندې پلې کړي او د ټولو غړو هېوادونو لپاره د پلټنې غير تبعيضانه ميتود تطبيق کړي.

برسېره پردې، د بحرين، ارجنټاين، قزاقستان او عمان په ګډون د ياد سازمان غړو هېوادونو هم د يادې تعديل نامې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای