CRI Online

د چين د دولتي شورا د امنيتي توليد کميټې له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د کارګرو جشن او د سيلابونو د زيات رامنځته کېدلو په موده کې د امنيت ساتنه او د دفاعي کارونه پياوړي کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 11:17:06

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د امنيتي توليد کميټې دفتر په دې وروستيو ورځو کې د می د لومړۍ نيټې د کارګرو جشن او د سيلابونو د زيات رامنځته کېدلو په موده کې د امنيت ساتلو او د دفاعي کارونو د پياوړتيا په اړه خبرتيا خپره کړه او پر دې يې ټينګار کړی چې په دې وروستۍ موده کې د امنيتي پيښې څو څو ځله شوې دي. د کارګرو جشن او د سيلابونو د زيات رامنځته کېدلو موده به ژر راورسيږي، په بېلا بېلو سيمو کې اړوندې څانګې بايد دغو کارونو ته په درنه سترګه وګوري.

له بيړنيو پيښو سره د مقابلې څانګې اړوند مسئول وويل چې په بېلا بېلو سيمو کې اړوندې څانګې بايد په جدی توګه اړوند اصول عملي کړي او د کارګرو جشن په موده کې د ليږد راليږد په باره کې د مهمو تصديو، موټرو او بيړيو، سړکونو او سيندونو د نظارت او څارنې او قانوني ادارې اندازې پياوړې کړي، د سيلانيزو تاسيساتو د خنډونو د ليري کولو، د سيلابونو په شمول د اوبو د خطرونو مخه ونيسي او داسي نور.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای