CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت د مشرانو تر منځ کتنه په پانمونجوم کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 19:20:32

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای ين او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون د اپريل په ۲۷مه نېټه په پانمونجوم کې ملاقات تر سره کړ.

د سيول پر وخت د نهو بجو په ۳۰ دقيقو کيم جونګ اون په پانمونجوم کې د دواړو خواوود سرحدي پوځي جداوالي کرښې له څخه تير شو او د کوريا جمهوريت خوا ته داخل شو او مون جای ين هلته نوموړي ته انتظار کولو او د کيم جونګ اون د راتګ هرکلی يې وکړ. دا له کوريايي جګړې وروسته لومړی ځل دی چې د ديموکراتيکي کوريا لوړ پوړی مشر د کوريا جمهوريت ته داخل شو.

د کيم جونګ اون په بلنه دواړو مشرانو د لاسونو په نيولو سره د دواړو خواوو له سرحدي پوځي جداوالي کرښې څخه تير شو او په لنډ وخت کې بير ته ديموکراتيکي کوريا خوا کې ودريدل. ورپسي د کوريا جمهوريت د کيم جونګ اون د هرکلي لپاره دوديز مراسم او د اردو رسم ګذشت تر سره کړل. دا لومړی ځل دی چې ديموکراتيکي کوريا لوړ پوړي مشر د کوريا جمهوريت تشريفاتي عسکري قطعې د احترام مراسم وکتل.

د لسو بجو په ۱۵ دقيقو مون جای ين او کيم جونګ اون د کوريا جمهوريت په خوا کې د سولې په کور کې خبر اترې تر سره کړلژ.

د کوريا جمهوريت ولسمشرۍ ماڼې چيونګ وا دای په ۲۶مه نېټه وويل چې د دواړو مشرانو تر منځ د کتنې مرکزي مضمون له کوريايي ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول او د دايمې سولې رامنځته کوا دي.

ژباړونکې:ډيوه 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای