CRI Online

د چين استازی:چين د فلسطين مسئلې سياسي حل ته وده ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 16:03:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د اپرېل په ۲۶مه نېټه وويل چې امنيت شورا او نړيواله ټولنه بايد يووالی او بيړنی احساس پياوړی کړي او د فلسطين مسئلې سياسي حل ته دې وده ورکړي،دا د فلسطينيانو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او د منځني ختيځ سيمې او د ټولې نړۍ د خلکو ګډه هيله ده.

ما جاو شيو په همدې ورځ د منځني ختيځ مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه علني مباحثوي غونډه کې وويل چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې کيلي ده او په منځني ختيځ کې د سولې اصلي لامل دی. يوازې د فلسطين مسئله په بشپړه توګه حل شي،د منځني ختيځ وضعيت هم ورسره په بنسټيز ډول راحت کيدی شي. اوس مهال د استوګنځايونو ودانول لا هم دوام لري، تاوتريخوالی ورسره زيات شوی او د غزې سيمې حالات ترينګلی شوي .چين د حالاتو پرمختګ ته نژدې پاملرنه کوي او د شخړو له امله د زياتې مرګژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای