CRI Online

د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې په داغستان کې د داعش ۱۱غړي ووژل

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 16:08:47

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسي فدرالي امنيتي ادارې قانون اجرا کوونکو په دې وروستيو ورځو کې په داغستان کې د داعش ۱۱ غړو د وژلو خبر ورکړی دی.

د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې د ټولنيزو اړيکو مرکز د اپرېل په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د يادې ادارې قانون اجرا کوونکو د داغستان په جنوب لوېديځ کې د جيربي په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په عملياتو کې له افراطيانو سره جګړه وکړه چې له امله يې د داعش ۱۱ غړي وژل شوي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې نوموړو افراطيانو پلان درلود چې د حکومت پر استازو او قانون اجرا کوونکو بريدونه وکړي. د قانون پلي کوونکو د افراطيانو په پټنځای کې ۴ څلور اتومات ټوپکونه، دوه تومانچې، يو راکټ لانچر، دوه کور ساختي بمونه او زيات شمېر مهمات تر لاسه کړي او يو شمېر خوراکي توکي او درمل يې هم نيولي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای