د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په اړه د م م ځانګړي همغږي کوونکي ملادينوف د اپرېل په ۲۶مه نېټه خبرداری ورکړ چې د غزې سيمې امنيت، د خلکو ژوندانه حالت او بشري وضعيت خراب شوی دی. نړيواله ټولنه بايد تر خپلې وسې پورې د غزې په سيمه کې د جګړې د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره کوښښ وکړي.
ملادينوف په همدې ورځ د منځني ختيځ د حالاتو په اړه د امنيت شورا په علني مباحثوي غونډه کې وويل چې د تېر مارچ له ۳۰مې نېټې راهيسې زيات شمېر فلسطينيانو د غزې په سرحدي سيمه کې د بېرته ستنېدو د څو اوونيو لاريونونه تر سره کړي. د اټکل له مخې، د مې تر ۱۵مې نېټې يعنې د فلسطين د ناورين تر ورځې پورې به مظاهرې تر ټولو سختې وي او کيدای شي د اردن سيند لوېديځې غاړې او نورو سيمو ته خپرې شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |