د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت مطبوعاتي وياند لو ای هونګ د اپرېل په ۲۷مه په بېجينګ کې وويل چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د استخدام حالات په ثابته توګه پرمخ تللي او ښه پيل يې ترلاسه کړی دی. د کار بازار فعال دی او په توليدي صنعتي چارو کې استخدام په دوامداره توګه پراخوي. د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين په ښارګوټو کې د نوي استخدام شويو کسانو شمېر ۳ مليونو ۳۰۰ زرو تنو ته رسېدلی او په ښارګوټو کې د ثبت شوي بې کارۍ انډول ۳ اعشاريه ۸۹ سلنې ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه صفر ۸ سلنه ټيټ دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |