د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د چين د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره غېر رسمي ملاقات وکړ.
دواړو مشرانو لومړی د هو بۍ ولايت له موزيم څخه ليدنه وکړه چې په ګډه سره يې د چيني ملت لرغوني اثار وکتل، او د چين او هند ترمنځ د تګ راتګ او متقابلې زده کړې او د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د همغږي ګډ ژوند او ډيالوګ په هکله يې د نظريو تبادلې وکړې. ورپسې دواړو خواوو په (( دونګ هو)) مېلمستون کې خبرې اترې وکړې.
د دواړو خواوو د سلامشورې سره سم، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د هند د صدراعظم نارندرا مودي ترمنځ غېر رسمي ملاقات د اپريل له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې په وو هان کې تر سره کيږي، دواړه خواوې به د اوسنيو نړيوالو حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |