CRI Online

چين : د کوريا جمهوريت او ډيموتراتيکې کوريا د مشرانو پر اخيستلي تاريخي ګام چکچکي او خوشالي کوو

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 17:29:10

د اپريل په ۲۷ مه نېټه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت رهبر کيم جونګ اون د کوريا جمهوريت له ولسشر مون جاين سره په پانمونجوم کې کتنه وکړه. د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ په دې هکله د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل، چې چين د کوريا جمهوريت او ډيموتراتيکې کوريا د مشرانو پر اخيستلي تاريخي ګام چکچکي او خوشالي کوو.

په ۲۷ مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په خبري ناسته کې هوا چون ينګ وويل، چې تلويزيون کې مو هغه تاريخي شېبه ليدلې چې نن سهار د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا مشرانود پانمونجوم له پوځي جداوالي کرښې نه په تېرېدو سره يو بل ته لاسونه سره ورکړل او تاريخي ملاقات يې وکړ. موږ د دواړو خواوو پر اخيستلي تاريخي ګام چکچکي کوو، د دوی غوڅه سياسي پرېکړه او جرئت ستايو او د زړه له کومې نه هيله لرو چې دغه ملاقات مثبتې لاسته راوړنې ولري. دې ته په تمه يو چې د دغه ملاقات د فرصت په نيولو سره د کوريا ټاپووزمې د دايمي ارامۍ لپاره نوې لاره جوړه شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای