CRI Online

چين : د ايران د هراړخيز اټومي تړون د جديتوب او بشپړتيا ساتلو ته دې دوام ورکړل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 17:31:22

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ۲۷ مه نېټه په بېجينګ کې يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين له بېلابېلو غاړو نه غواړي چې د ايران د جامع اټومي تړون پر وړاندې د اوسني وضعيت په اړه خبرې اترې او همغږي تقويه کړي ترڅو د دغه تړون جديتوب او بشپړتيا په دوامداره توګه وساتل شي.

هوا چون ينګ وويل، د ايران د اټومي پروګرام پر سر جامع تړون د شپږو هېوادونو، اروپايي ټولنې او ايران له ګډو خبرو اترو وروسته رامنځته شوی څو اړخيز تړون دی او د امنيت شورا په ۲۲۳۱ م پرېکړه ليک کې تائيد شوی دی. چين به په مداومه توګه په عيني، عادلانه او مسئولانه رويه د دغه تړون د ساتنې او تطبيق لپاره هڅې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای