CRI Online

شي جين پينګ له نارندرا مودي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 20:10:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د چين د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره غېر رسمي ملاقات وکړ او سره يوځای يې د هو بۍ ولايت له موزيم څخه ليدنه وکړه.

شي جين پينګ د نارندار مودي هرکلی وکړ او دې ته يې اشاره وکړه چې په تېرو دريو کلونو کې مو د يو بل هېوادونو ته سفرونه کړي او په يو شمېر مواردو کې مو څوڅو ځلې ليدنې کړې دي، ښې کاري اړيکې مو ټينګې کړې، ډېرو موافقو ته رسيدلیي يو او بهر ته مو د چين او هند ترمنځ د دوستۍ مثبت سيګنال ورکړی چې د متقابلو ګټورو همکاريو او ګډې ودې په اړه د چين او هند دواړو لويو اقتصادونو لوی ارمان ترې څرګند شوی دی. د دوو عظيمو ملکونو ترمنځ عظيمې همکارۍ نړيوالې اغېزې رامنځته کولی شي.هيله ده چې زموږ ملاقات د چين او هند ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه راواړوي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې موږ دې د ستراتېژۍ لپاره د چين او هند ترمنځ د اړيکو عمومي حالات ښه وساتو او د دغو اړيکو د پېشرفت سم لوری دې تامين کړو. چين غواړي له هند سره يوځای خپلمنځي اړيکې لانږدې کړي او په بېلابېلو ساحو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍپرمخ يوسي.

نارندرا مودي وويل، د هند او چين ترمنځ لوړپوړی تګ راتګ او ستراتېژيکې خبرې د متقابل پوهاوي او همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګټورې دي او د ودې او سمسورتيا په اړه د دواړو هېوادونو او سيمې له ګډو ګټو سره سمون لري. هند به له چين سره په ګډه د دې لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای