د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اپريل په ۲۷مه نېټه د ډيموکراتيکې کوريا او کوريا جمهوريت د مشرانو ترمنځ د ملاقات په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل، چې نن ورځ د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت او کوريا جمهوريت مشرانو ليدنه وکړه او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ښه کولو، د کوريا ټاپووزمې د پوځي ترينګلتيا د کمولو، له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دايمي سولې د رامنځته کولو په اړه يې مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړي دي او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه. په دې ملاقات کې تر لاسه شوي برياليتوبونه د دواړو خواوو ترمنځ د جوړجاړي او همکارۍ د پياوړتيا، د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتنې او د مسئلې د سياسي حل بهير د چټکوالي لپاه ګټور دي. چين له دې امله مبارکي ورته وايي او هرکلی يې کوي.
نوموړي وويل، چين تل له دې څخه ملاتړ کوي چې ډيموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت د خبرو اترو له لارې متقابل باور پياوړی کوي او خپلمنځي اړيکې يې ټينګې کړې دي. دا د دواړو خواوو او د دې سيمې له ګډو ګټو سره سمون لري او د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |