CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او کوريا مشرانو د پانموجومون اعلاميه لاسليک کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-28 14:26:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جې اين او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون د اپريل په ۲۸مه نېټه په پانموجومون کې سره وکتل او د پانموجومون اعلاميه يې لاسليک کړه. دواړو خواوو له ديموکراتيکې کوريا څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د جګړې له درېدلو نه په سوله ييز ميکانيزم د بدلولو لپاره ګډه هڅه څرګنده کړه.

پر سيول وخت د ۲۷مې نيټې په ماښام شپږو بجو په پانموجومون کې د کوريا جمهوريت په خوا د سولې په کور کې مون جې اين او کيم جونګ اون تر کتنې وروسته د کوريا ټاپووزمې د سولې، سمسورتيا او يووالي لپاره د پانموجومون اعلاميه لاسليک کړه. دواړو مشرانو چې د مبارکۍ لپاره يو له بل سره روغبړ وکړ، د سولې په کور کې تودې چک چکې پورته شوې.

په اعلاميه کې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذوري وسلو د پاکولو په اړه د دواړو خواوو ګډه موخه تائيده شوه. دواړو خواوو اعلان وکړ چې د روان کال له پای مخکې د سولې په تړون د کوريا جګړې د درېدلو تړون د بدلولو، د دايمي سولې ميکانيزم د ابادۍ لپاره به د ديموکراتيکې کوريا، کوريا جمهوريت او امريکا ترمنځ درې اړخيزې خبرې اترې يا د ديموکراتيکې کوريا، کوريا جمهوريت، امريکا او چين ترمنځ څلور اړخيزې خبرې اترې پرمخ بوزي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای