CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازی: چين به پر ورخلاصون او د ګډې ګټې پر همکارۍ ټينګار وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-28 14:27:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اپريل په ۲۷مه نېټه په م م کې د چين پلاوي او د دغه سازمان د اقتصادي او ټولنيزو چارو څانګې لخوا په ګډو ترتيباتو سره له څواړخيزې غوښتنې څخه د ملاتړ او د څواړخيز سوداګريز نظام او قواعد د ساتنې په نوم يو سيمينار په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شو. په م م کې د چين دايمي استازي سفير ما جاو شو په خپلو خبرو کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له څواړخيزې غوښتنې څخه ملاتړ وکړي او د څواړخيزې سوداګرۍ نظام او قواعد وساتي. هغه څرګنده کړه چې چين به پر ورخلاصون او د ګډې ګټې پر همکارۍ ټينګار وکړي.

سفير ما جاو شو دې ته اشاره وکړه چې نن ورځ نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په حال کې دی، خو بنسټ يې دومره ټينګ هم نه دی. يواړخيزه غوښتنه، مفرده غوښتنه او د سوداګرۍ ساتې غوښتنه پر څواړخيزې غوښتنې او د څواړخيزې سوداګرۍ پر نظام او قواعدو سخته منفي اغېزه کوي او د نړيوال اقتصاد ناثباتي او نامعلومتيا راوړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای