CRI Online

ناټو: د روسيې په مقابل کې به د ګواښ او ديالوګ دوه ګونې تګلارې ته دوام ورکړو.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-28 16:00:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جېنس ستولتنبورګ د اپريل په ۲۷مه نېټه د ناټو د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې ناټو به د روسيې په مقابل کې د ګواښ او ديالوګ پر خپلې دوه ګونې تګلارې ټينګار وکړي.

په همدې ورځ د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې چې په بروکسيل کې تر سره شوه، په عمده توګه د دغه سازمان او روسيې ترمنځ پر اړيکو بحث وشو او د امنيت په برخه کې د روسيې د ديپلوماتيکو او دفاعي تګلارو دايمي اغېزې ته هم پاملرنه اړول شوې وه. بېلا بېل خارجه وزيران په دې اړه يووالي ته رسېدلي چې ناټو به پر روسيې د قوي ګواښ او دفاع تر څنګ ور سره واقعي ديالوګ هم وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای