CRI Online

د چين په اند د امريکا د ۳۰۱ په نوم پلټنه د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم پر وړاندې يوه ننګونه او چلنج دی

cri     (GMT+08:00) 2018-04-28 16:01:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د کشالو د حل وفصل څانګې له خوا په جوړه شوې نوبتي غونډه کې د چين استازي وويل چې د امريکا د ۳۰۱ په نوم د پلټنې د يو اړخيز طبيعت د اصولو پربنسټ د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم پر وړاندې يوه ننګونه او چلنج دی ، نو د دې سازمان له غړو څخه يې غوښتنه وکړه چې په ګډه له يو اړخيز کېدنې او سوداګرۍ ساتو عملونو سره مقابله وکړي.

د چين په اند امريکا د چين په مقابل کې د ۳۰۱ په نوم پلټنه کې د بازاري کېدو د اصلاحاتو ، د ورخلاصون د پراخوالي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې پياوړتيا په برخو کې د چين په پرمختګ او ترقۍسترګې پټې کړې دي ،نو د چين په اړه د امريکا شکايت بې بنسټه دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای