د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د دايمي چارو مرستيال سرمنشې امينه جي محمد د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه وويل :کله چې په نړيوال اقتصاد کې معمولي پرمختګ وموندل شي، نو دغه وخت د محدودې سوداګريزې تګلارې خپرول به د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته زيانونه ورسوي.د هغې په اند نړيواله ټولنه بايد د يوه عادلانه څو اړخيز سوداګريز سيستم د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
په همدې ورځ په چين کې د م م د پلاوي او د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو څانګې په ګډه له څو اړخيزې کيدنې څخه د ملاتړ او د څو اړخيز سوداګريز سيستم او اصولو د ساتلو تر عنوان لاندې سيمينار جوړ کړی و. نوموړې په دې غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې څو اړخيز کېدنه د م م DNA دی.څو اړخيز سوداګريز سيستم زمونږ د ورخلاصون، نړيوال کېدو او عصري اقتصاد ژوندون دی.سوله او سمسورتيا د څو اړخيز کېدونې او څو اړخيز سوداګريز سيستم په هکله زمونږ له ګډې ژمنې سره تړاو لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |