د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ۲۰۱۸ کال د کارګرو نړېوالې ورځې لمانځغونډه يعنې د ښه کوربه په توګه په نوې زمانه کې خدمت کولو په نوم د کار او مهارتونو سيالۍ د پرمخبيولو غونډه د اپرېل په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال مشر او د چين د کارګرانو عمومي ټولنې رئيس وانګ دونګ مينګ په ياده غونډه کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.
وانګ دونګ مينګ د چين د بېلا بېلو قومونو کارګرو،بزګرانو ،کارپوهانو او د بېلا بېلو کچو کارګرو ته د دغې ورځې مبارکي وويله .هغه وويل چې ټول کارګران بايد په شعوري توګه په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ نظريې وساتي، پر سياسي عقيدې دې ټينګار وکړي، د لوړ کيفيت پرمختګ ته دې وده ورکړي، په فعاله توګه دې په اصلاحاتو کې برخه واخلي او د ملي روحيې د پرمخ وړلو لپاره دې کوښښ وکړي څو د نوې زمانې په پراخ ډګر کې خپل مهارتونه څرګند کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |