CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت د امريکا د ۳۰۱ په نوم رپوټ ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-04-28 16:44:49

د چين د سوداګرۍ وزارت د تړونونو او قوانينو رياست مشر د اپرېل په ۲۸ مه نېټه د امريکا د سوداګرۍ دفتر د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په اړه د ۳۰۱ په نوم ځانګړي رپوټ ته ځواب ورکړ. هغه وويل، چې له اږدي مودې راهيسې، امريکا په يو اړخيز ډول د نورو هېوادونو د پوهنې ملکيت حق پر حالاتو باندې تورونه لګوي چې دا عيني معيار او عدالت نه لري اود نورو هېوادونو په اړه خپل مخالفت ته دوام ورکوي.

دغه مشر زياته کړه چې چين د پوهنې ملکيت حق ساتنې ته په درنه سترګه ګوري او دا د ملکيت حق د ساتنې سيسټم د بشپړ لپاره مهمه برخه ده. په عين وخت کې چين د ورخلاصون په پراخوالي هم ټينګار کوي، د ممنوعيت لېست نظام پلی کوي، د کورنيو او بهرنيو تصديو په وړاندې عادلانه رويه لري او د بهرنيو تصديو د پانګې اچونې او د سوداګرۍ د چاپيريال د ښه والي لپاره کوښښ کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای