د اپریل په ۲۷ او ۲۸ نیټه د چین د دولت رئیس شي جین بینګ د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره په وو هان ښار کې غیررسمي ملاقات وکړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت معین کونګ شیوان یوو چې د دواړو مشرانو په یو لړ فعالیتونو کې یې هم برخه درلوده، د چین او بهرنیو خبري رسنیو ته وویل چې دغه ځل ملاقات د چین او هند د مشرانو د تګ راتګ یو نوی موډل جوړ کړی او د چین او هند عالي رتبه تګ راتګ نوې لوړې مرحلې ته ننوتلی دی.
که څه هم رئیس شي جین پینګ له صدراعظم مودي سره په تیر وخت کې په دوه او څو اړخیز ډګر کې څو ځله ملاقاتونه کړي دي خو په وو هان کې دغه ځل غیررسمي ملاقات د دوی ترمنځ لومړی ځل دی. په تیرو دوو ورځو کې دواړو مشرانو ۶ ځله ملاقاتونه کړي دي مثلاً د هو بۍ ولایت له موزیم څخه یی لیدنه وکړه، خبرې اترې یې وکړې، د شپې په میلمستیا کې یې ګډون وکړ، سره یو ځای یې چکر وواهه، چای یې وڅښه او داسې نور چې خپلمنځۍ دوستي او باور یې نورهم ټینګ کړی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |