CRI Online

د کارګرو سندره: د کارګرو ملي مډال ګټونکی هوانګ شیان بو

cri     (GMT+08:00) 2018-04-29 15:52:29
د کارګرو سندره: د کارګرو ملي مډال ګټونکی هوانګ شیان بو

ښاغلی هوانګ شیان بو په ګوانګ دونګ ولایت کې د یوې شخصي تصدۍ چې جین فا ساینس او تخنیک شرکت نومیږي، یو وتلی تخنیکي کارګر دی. هغه په دې شرکت کې د څه دپاسه ۲۰ کلونو کوششونو په رڼا کې له خپلو همکارانو سره یو ځای د نوښت له لارې د ډیرو تخنیکي ستونزو سره سره ۱۲ ډولونه نوي تخنیکونه ترلاسه کړي چې د بدلونکو موادو صنعت یې بنسټ ایښودلی او د چین د فضانوردۍ او هوانوردۍ او د لویو الوتکو په برخو کې تخینکونه یې هم هڅولي دي.

هوانګ شیان بو په ۲۰۱۸ کال کې د کارګرو ملي مډال ګټونکی دی. په ۱۹۹۷ کال کې د ډاکټري ډیپلوم له تر لاسه کولو وروسته په یاد شرکت کې داخل شوی دی. له اوږدې مودې راهیسي هغه د نويو تخنیکونو په څیړنه بوخت دی چې اوس د بدلونکي پلاستيک تخنیک په برخه کې وتلی کارپوه دی او د ده تر مشرۍ لاندی سل ګونه تخنیکي کارګران کار کوي. هغه پر دې ټینګار کوي چې د هرې پروژې په لومړی لیک کې ګډون کوي او وایي چې: په لابراتور کې کار کول زما ډیر خوښیږي چې له کار تمرین څخه ډیر معلومات ترلاسه کولی شو.

په دې وروستیو کلونو کې هوانګ شیان بو دوه ځله د ساینس د پرمختګ دوهمه ملي جایزه او یو ځل د ساینس د پرمختګ دوهمه ګروپي ملي جایزه ترلاسه کړه. د ده په مشرۍ د نويو تخنیکونو له لارې د تولیداتو پلورلو ارزښت ۵۰ ملیاردو ژن مین بي یوانو ته رسیدلی دی. دغه راز له بهر څخه د چین د اړوندو تولیداتو واردات کم شوی او په دې صنایع کې تولیدي لګښت هم ټیټ شوی دی نو د فضانوردۍ، هوانوردۍ، موټر جوړولو، چټک اورګاډیو او لویو الوتکو د تخنیک پرمختګونه هم هڅول شوي دي.

---زلمی 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای