د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو نوی وزير مايک پومپيو د اپرېل په ۲۸مه نېټه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ورسېد او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له منځني ختيځ څخه د ده لومړۍ ليدنه پيل شوه.
د سعودي عربستان اژانس د خبر له مخې،پومپيو به د خپلې ليدنې په ترڅ کې د سعودي عربستان له پاچا سليمان بن عبدلعزيز السعود او وليعهد محمد بن سليمان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
د څېړونکو په اند پومپيو به په عمده توګه د سعودي عربستان له مشرانو سره د يمن او سوريې مسئلو، د ايران د ذروي موافقه ليک او د قطر د ديپلوماتيک بحران په اړه ژور بحث وکړي او تر هغه وروسته به پومپيو اسرائيلو او اردن ته سفرونه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |