CRI Online

د بېجينګ او جانګ جيان کو ترمنځ د چټک اورګاډي د غځېدلې پټلۍ شاوخوا سيمو ته روغتيا وليږل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-29 16:48:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مې لومړۍ نېټه چې د کارګرو نړېوالې ورځې سره برابره ده د دې ورځې د رارسېدو پر مهال د بېجينګ د استوګنځايونو او ښارونو او کليو د ابادۍ کميټې او د بېجينګ د دوديزو درملو پوهنتون په اړه د درېيم روغتون د رضاکارانه طبي ډلې د بېجينګ او جانګ جيا کو ترمنځ د چټک اورګاډي د غځېدلې پټلۍ شاوخوا ودانو سيمو ته ننوتلې او په دې ځای کې يې کارګرو ته د درملو او روغتيا ورکولو او د يادې پټلۍ د جوړولو لپاره د مرستې ورکولو په اصلي موضوع فعاليت تر سره کړ او د ګړندي اورګاډي د پلټۍ جووړونکو لپاره يې طبي خدمتونه برابر کړل.

د يادې طبي ډلې څه د پاسه ۲۰ ډاکترانو د اړوندو کارګرو لپاره جدي ازموينې ترسره کړې او په صبر او زغم سره يې د ټولو بدني حالت تحليل او تشريح کړل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای