د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۹مه نېټه د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيرو غړي او د مرکزي کمېسيون بهرنيو چارو کميټې د دفتر مشر يانګ جې چه په کويټ ښار کې د کويټ له امير شيخ سباح الاحمد الجابر السباح سره وکتل.
سباح ته يانګ جې چه د شي جين پينګ سلامونه او نېکې هيلې وويلې. هغه وويل چې د چين او کويت ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې په دې ۴۷ کلونو کې دواړه خواوې تل يو له بل څخه ملاتړ کوي او يو د بل ښه ملګري او همکار دي. يانګ جې چه وويل، کويټ لومړی هېواد دی چې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې همکاريز سند لاسليک کړ. د چين په نظر کويټ يو مهم همکار دی چې په منځني ختيځ او خليج کې يو کمربند او يوه لاره تأسيس کړي. چين غواړي له کويټ سره د ستراتيژۍ پيوند پياوړی کړي او په ګډه سره د کويت د ورېښمو ښار او پنځه ټاپوګانو پروګرام ته وده ورکړي.
سباح د يانګ جې چه له لارې شي جين پينګ ته خپل سلامونه او نېکې هيلې څرګندې کړلې. هغه وويل، د کويټ او چين ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې د دواړو خواوو اړيکې په ښه ډول پرمخ ځي. د کويټ په نظر چين يو د اعتماد وړ ستراتيژيک همکار دی او هيله ده چې له چين سره دايمي او ثابتې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |